IQNA

د تهران په میټرو کې د محمد رسول الله(ص)مداحي ډلې په یوځاي نعت خواني(فیلم)

11:15 - March 28, 2024
د خبر لمبر: 3488957
ایکنا- د محمد رسول الله (ص)  د مداحۍ ډلې تر ټولو نوی اثر چې په مشهد  او دتهران په میټرو کې ریکارډ شوی دی خپور شو.

ایکنانیوز راپور راکوي،  د محمد رسول الله (ص) مداحي کونکي ډلې ، د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې د اسماء الحسنی  دتل پاتې اثر له اجرا څخه دوه نوي آثار  هم خپره کړي دي.

ددغې ډلې غړو په مشهد اردهال کې د علی بن محمد باقر(ع) په مقدس آستان او د تهران د میټرو په ځينو تمځایونو کې په شتون سره   د خپل نوي  البم ترټولو وروستي انځورونه  ریکارډ کړي دي.

د ستر تهران د محمد رسول الله (ص) مداحي کونکي ډلې مسئول رحیم قرباني په دې باب ووئيل، دغې ډلې  په هیواد کې د اسماء الحسنی  لومړنۍ انځوریز البم  او اثر په ۱۳۹۵لمریز کال کې  او  د محمد رسول الله (ص) فیلم  د جوړونې په ځاي شهرک نور کې جوړ کړی دی. هغه زیاته کړې ده ،ددغه البم په انځوریز ریکارډ کونې او  په مختلفو رسنیو کې په خپریدا سره اسماء الحسنی ته په پام کې عمومی فضا جوړونه رامینځة شوه  او د ۱۳۹۵لمریزکال د  مرداد میاشتې په یولسمه نیټه  ددغه البم  د تولید په قدرونې کې دغې ډلې ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  په پیغام سره ، اسماءالحسنی  البم ته پر عمومي توجه سربیره ،د انځوریزو آثارو په تیره بیا د اسماء الحسني دنوي آثارو  په تولید کې د ډلې پّ ودې کې د یوې ځانګړي انګیزې او مهم پیچومي د رامینځةکیدا سبب  شو.

قرباني روښانه کړه ، ترا وسه پورې د ایران ، عراق او سورئې په مقدسو ځایونو کې  ددغې ډلې  د اسماءالحسنی  اتلس انځوریز آثار  تولید شوي دي چې  په هیواد کې د خلکو د  عمومي ستاینې او توجه وړ ګرځیدلي دی.

https://iqna.ir/fa/news/4207327

captcha